ا.ا وایي چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سړې هوا ، واورو او اور لګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېره له سلو اوښتې ده. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په مرکزي او ځینو شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو سیمې د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي او خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. تر دې مخکې د خپرو شویو راپورونو له مخې ولایتي مسوولینو ویلي چې تر اوسه ۸۸ کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي. خو اوس پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ویلي له بده مرغه د هوا سړېدو، سېلابونو، اور لګېدنې او د ګاز نیولو له امله تر اوسه، په ګڼو ولایتونو کې ۱۰۴ کسان مړه، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي. رحیمي زیاته کړې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې مرستې رسونې لپاره مالوماتي ډلګۍ استولي.








