د افغانستان د ا.ا ویاند وايي ځينې لوی هیوادونه د خپلو ناسمو پالیسیو له امله په خپله هم موږ سره تعامل ته نه دي تيار شوي او نور هیوادونه هم له دې کار څخه منع کوي. مجاهد دغه څرګندونې د هېواد ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغه ویلي هر بدلون او نظام چې نوی حاکم شي تر یوې مودې به ستونزې او مشکلات تجربه کوي ځینې مهم کارونه به لا نه وي شوي او يا به امکانات نه وي ورته برابر شوي خو دا هېڅکله په دې معنا نه ده چې ګوندې ټول کارونه، نه دي شوي. مجاهد له نړۍ سره د تعامل او رسمیت پیژندنې برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له نړۍ او هیوادونو سره تعامل دوه طرفه لاره ده، له يو طرف څخه په دې عرصه کې پرمختک ناممکن دی. د هغه په وينا ا.ا اوس هم تیار دی چې له ټولو هيوادونو، خصوصاً له اسلامي هيوادونو سره ښه او مثبت تعامل ولري.








