د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د ا.ا د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسیې لهخوا د ا.ا د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوې دي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګریزو چارو د پراختیا، اقتصادي، کلتوري، روزنیزو، له ترهګرو ډلو او همداراز له نشهيي توکو سره د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې شوې دي. د راپور له مخې کابلوف له متقي سره د نورو مسایلو ترڅنګ د ا.ا د رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي دي. له دې سره سم، اسلامي امارت وايي، د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د سیمې په ګټه دي. د ویلو ده چې په افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو د شاوخوا ۱۶ میاشتو په تېرېدو سره هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی، خو بیا هم ځينو هېوادونو د سرپرست حکومت ډيپلوماټان منلي او یو شمېر هېوادونو هم په کابل کې خپلې سیاسي استازولې بیا فعالې کړې دي.








