د پاکستان پوځ ویلي، چې د دغه هېواد څلور امنیتي سرتېري په هغه برید کې وژل شوي، چې له “ایراني خاورې” څخه پرې شوی دی. د جيو نيوز د راپور له مخې، دا بريد هغه مهال وشو، چې د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان ګزمه روانه وه. پاکستان له ایران څخه د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده، خو ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.








