د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي. پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي په تیرو اتو ورځو کې ۷۰ تنه او شاوخوا ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي. د افغانستان د هوا پيژندنې د ادارې مشر محمد نسيم مرادي ویلي دي چې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی. مرادي وایي، زموږ د اټکل له مخې سړه څپه به یوه بله اوونۍ او یا هم تر هغه د ډیر وخت لپاره موجوده وي. د روانې ميلادي میاشتې له ۱۰ مې نیتې څخه د کابل په ګډون د افغانستان په غور او یو شمیر نورو مركزي سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۳۳ ته ټیټه شوې ده. تر دې مخکې افغانستان ته د هوا سړې څپې را رسېدو سره هم مهاله، پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا یخوالي له امله د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی وو.








