د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، هېواد یې غواړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي پرون له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تروریزم د پاکستان او افغانستان خلک اغیزمن کړي او باید پر وخت ورسره مبارزه وشي. په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم له امریکايي خپرونې نیوزویک سره په مرکه کې ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره پر پوله د سخت دریځو وسله والو له شتون او فعالیتونو ډېر اندېښمن دی او د افغانستان سرپرست حکومت باید د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. خو د اکرم په وینا تر هغه چې افغان حکومت له مالي ستونزو سره مخ وي، د دوی لپاره به له ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه وي.








