د کورنيو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولني د پلاوي له رییسې رافيلا ایوډېس سره کتلي دي. د کورنیو چارو وزارت په ټوېتر پاڼه راغلي، چې حقاني دغې لیدنه کې د بشري مرستو په لړ کې د اروپايي ټولني د پلاوي د پخواني ماموریت له همکارۍ مننه کړې ده. سراج الدین حقاني همدارنګه هيله څرګنده کړې چې ياده ټولنه د تېر په څېر له افغانانو سره په سختو شرایطو کې خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي او په ځانګړې توګه د روږدو کسانو د روغتیا له روان کمپاين سره همکاري وکړي.








