د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت د ګازو د ټاپي پروژې د اجرایيوي رییس سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې نل لیکې کمپنۍ اجرائيوي ریيس محمد امانوف او مل پلاوي سره لیدلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ویلي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان بلکې د درېیو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتي ده او ا.ا د یادې پروژې عملي چارو ژر پيل کېدو په تمه دی. د ټاپي پروژې اجرایيوي رییس د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د ا.ا په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د خپل هېواد په استازیتوب د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی. سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپي شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیز هوکړه لیک د لاسلیک په اړه بحث او خبرې کړې دي.








