د کانګو دموکراتیک جمهوریت په شمالي ایالت کاسندي کې په یوې کلیسا کې د چاودنې له امله لس تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي. د چاودنې بشپړ جزیات لا څرګند شوي نه دي خو د دغه هېواد د پوځ یو ویاند انتوني موالوشايي ویلي چې د برید په تړاو یې د کینیا یو وګړی نیولی دی. د دغه کس هویت نه دی څرګند شوی خو چاودنه د اسلامي جهادي ډلې کار بلل شوی. د کاسندي ایالت د یوګاندا سره سرحد ته نږدې دی. په لومړینو راپورونو کې ویل شوي وو چې په چاودنې کې پنځه تنه وژل شوي دي. د مدني ټولنې یو استازي جویل کیتاوسا د فرانسې خبري اژنس ته ویلي دي چې په چاودنې کې ۵۸ تنه وژل شوي دي.








