د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو چې دا ځل په دې مجلس کې اکثریت هم دي، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه پلټنې پیل کړي دي. د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي چې د دې پلټنو لپاره یې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه په کتبي توګه د استخباراتي ارزیابیو او له ط البانو سره د اړیکو په هکله د اسنادو غوښتنه کړې. د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر خبرداری ورکړ که د ولسمشر جو بایډن اداره د پلټنو او ارزیابۍ لپاره معلومات ورنه کړي، دا کمېټه به د اجباري پروسې په ګډون د یو شمېر صلاحیتونو څخه چې دا کمېټه یې لري، کار واخلي تر څو اړوند اسناد او معلومات تر لاسه کړي.








