د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې ښایي د سعودي عربستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې د خبرو اترو له لارې بیرته ژوندۍ شي. حسین امیر عبداللهاین پرون په لبنان کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې د سعودي عربستان سره د اړیکو بېرته سمېدو ته چمتو دی او دا یې هم ویلي چې دا کار به د سیمې لپاره مثبتې پایلې ولري. سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران ستر سخت مخالف دی، په ۲۰۱۶ کال کې یې د تهران سره وروسته تر هغه سیاسي اړیکې پرې کړلې چې لاریون کوونکو د دې هېواد په سفارت او قونسلګرۍ برید وکړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سعودي سره د اړیکو د عادي کیدو لپاره لومړی ګام به په جدې کې د قونسلګرۍ بېرته پرانیستل وي. هغه زیاته کړه چې همدارنګه که سعودي د ایران د مشهد په ښار کې خپله قونسلګرۍ بېرته پرانیزې د دواړو هېوادنو د هغو اتباعو سره به مرسته وشي چې د زیارتونو لپاره سفرونه کوي.








