د اوکراین پوځ او ولسمشر د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د اوکراین ختیځ ښار سولیدار یې نیولی دی. ولادیمیر زلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون ماښام یې خپور کړ ویلي، روسیې اعلان کړی چې د سولیدار ښار یې نیولی دی، خو هغه ویلي چې په دغه ښار کې لا هم جګړه روانه ده. د اوکرایین د پوځ د لوی درستیز دفتر هم ویلي چې روسي ځواکونه هڅه کوي د دونیتسک د ټولې سیمې د کنټرول لپاره د باخمت او سولیدر ښارونه په نښه کړي. د اوکرایین پوځ ویلي چې د نښتو په ترڅ کې روسي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. په ورته وخت کې د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو له خوا یو څه پرمختګ شوی، خو هغه زیاته کړه چې چارواکي باید دا پرمختګونه ژر تر ژره د “بریالیتوب” په توګه اعلان نه کړي.







