د روسیې او اوکراین چارواکو په ترکیه کې له خبرو وروسته پرون په خپلو کې د نورو بندیانو په تبادله هوکړه کړې ده. د فرانس پرس د راپور له مخې چې دواړو خواوو دغه راز هوکړه کړې ده چې په جنګ ځپلو سیمو کې به یو«بشري دهلیز» هم پرانیزي. د مسکو او کیف د بشري حقونو کمېشنرانو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په منځګړتوب د یو نړیوال کنفرانس په څنډو کې دې موافقې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې چې د کیف او مسکو دغه استازي به نن یو بل ته د بندیانو او نورو مسائیلو په اړه لست وسپاري.








