د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ هوکړه شوې، چې له مخې به یې پاکستان ته پر ځینو وارداتي او صادراتي توکو تعرفه کمېږي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، په دغه هوکړه کې ویل شوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه مالیه کمېږي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر نقیب الله صافي ویلي، د دې سند په لاسلیک سره به د تعرفې ستونزې هوارې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري زیاته شي. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، له اسلام اباد سره د تازه مېوو او سبزیجاتو پر پنځو توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه شوې او د دغه وزارت چارواکي هڅه کوي چې د ډبرو سکاره هم په نړیوال نرخ وپلوري. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغاني توکي صادر شوي چې له دې جملې څخه د څه باندې ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي یوازې پاکستان ته صادر شوي دي.








