نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د نړۍ اقتصاد په روان میلادي کال کې په خطرناک شکل اقتصادي رکود ته نږدې کیږي او په ټوله نړۍ په خاص ډول په سترو اقتصادي هېوادونو کې به اقتصادي وده کمزورې وي. نړیوال بانک چې په بیوزلو هېوادونو کې د پراختیایي پروژو لپاره پورونه برابروي، په خپل کلني راپور کې اټکل کړی دی چې په روان میلادي کال کې به اقتصادي وده کابو ۵۰ سلنه کمه شي. دې بانک تر دې وړاندې اټکل کړی وو چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د نړۍ اقتصادي وده درې سلنه وي خو اوس اټکل شوی چې دا شمېر ۱.۷ ته راکم شوی دی. که دا اټکل سم ثابت شي، نو د ۲۰۰۸ میلادي کال د اقتصادي کړکیچ او بیا د کویډ نولس له امله د اقتصادي ناورین وروسته به دا د نړۍ دریمه کمزورې کلنۍ اقتصادي وده وي.








