له پاکستان سره د تېر کال د وروستیو سېلابونو د راپورته شويو زيانونو او اغېزو په خاطر له اته نیم مېلیاردو ډالرو د ډېرو مرستو ژمنه شوې ده. د سوېس په جنيوا ښار کې په پاکستان کې د اقليمي اغېز په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغه هېواد سره د سېلابونو له اغیزونو د راښه کېدو په خاطر د پراخو پانګونو غوښتنه کړې ده. انتونیو ګوترېش یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان د اقلیم اغېزو سخت ځپلی. هغه دغه راز له افغانستانه دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم په دغه هېواد کې د طبيعي ناورینونو پر اغېزو بله زیاتېدنه بللې ده. د څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو استازو او چارواکو په جنيوا کې له پاکستان سره د مرستې لپاره جوړ شوي دغه کنفرانس کې ګډون کړی و. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغې غونډې ته په وینا کې وویل چې د تېر کال د سپټمبر سېلابونو په دې هېواد کې شاوخوا ۳۳ ميلیونه وګړي اغېزمن کړي او ویې ویل هېواد يې په راتلونکو دریو کلونو کې له نړیوالو اته ميلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري.








