د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ شوی. د بلخ د سوداګرۍ خونې مشر اسدالله اسد ویلي، چې په دغه مرکز کې افغان پانګوالو ته د دوکانونو د پېرلو بلنه ورکړل شوې او ویل شوي، چې له اوو زرو ډالرو څخه به د دوکانونو بیې ټاکل کیږي. نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد شوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله. مخکې د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي. ازبکستان ویلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ویزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای شي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سیمو ته له ویزې پرته د تګ اجازه نه لري.








