د ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د یو شمېر وزارتونو او ادرارو استازو په ګډون یوه پلاوي د آمو سیند د ویجاړو سیمو څخه لیدنه کړې ده. د کرنې وزارت سرپرست ویلي، چې ا.ا د دغه سیند د تخریب د مخنیوي لپاره دوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیولي، څو د لازیاتو ځمکو د تخریب مخنیوی وشي. هغه په دې برخه کې له خیریه بنسټونو غوښتي، چې د خلکو د کرنیزو ځمکو د تخریب په مخنیوي کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده، چې آمو سیند د هېواد له مهمو سیندونو څخه دی، چې له کلونو راهیسې یې زرګونو جریبه ځمکه لاندې کړې، چې اوس یې د ا.ا سرپرست حکومت د تحکیماتي چارو د رغولو ژمنه کړې ده.








