د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وايي د هغو نغدو پیسو لېږد چې د بشرپاله مرستو لپاره افغاستان ته ورکول کېږي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له نیمايي ځنډول شوي دي. نوموړی وايي، چې بشري مرستې د افغانۍ په ثبات کې مهم رول لري. هغه ویلي چې د افغانستان د اووه مېلیارډ ډالره شتمنۍ د کنګل کېدو له امله به د بانکي انتقالاتو له درېدو سره جوخت د بشري مرستو درېدل د بیو د لوړېدو، د روغتیا او پوهنې په برخه کې د معاشونو د ورکړې د بندېدو او دغه راز د وزګارتیا د زیاتېدو لامل شي. محرابي وایي، د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېر نور هم له لوږې سره مخ دي او د مرستو بندېدل به د بې وزلۍ د زیاتېدو لامل شي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي و، چې له اړمنو سره د مرستې لپاره څه باندې درې مېلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.







