روسیې ویلي چې د اوکراین د پوځ له لوري یې د خپلو ۸۹ وژل شویو سرتېرو غچ واخیست. روسیه وايي چې د اوکراین د ختیځ ښار کراماتورسک په مکیوکا کې په اوکرایني سرتېرو مرګوني برید کړی او د روسیې دفاع وزارت په یو بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې څه دپاسه ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي چې په دوو ودانیو کې ځای پر ځای شوي وو. د روسیې د دفاع وزارت دا برید غچ اخیستنه بللې ده. د فرانسې خبري اژانس ویلي چې دوی نشي کولی دا راپور سمدلاسه تایید کړي. د روسیې دفاع وزارت دا نه دي ویلي چې برید دقیقا کله شوی، خو ویلي یې دي چې د روسیې استخباراتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرایماتورسک کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د موقتي ځای پرځای کیدل تایید کړي دي.







