د ترکیې د کډوالو ادارې اعلان کړی چې په تېر کال کې يې ۱۲۴ زره ۴۴۱ تنه ناقانونه کډوال له دغه هېواده شړل شوي چې له دې ډلې څخه ۶۸ زره ۲۹۰ تنه یې افغانان دي. دې ادارې ویلي، چې ۱۲ زره ۵۱۱ تنه پاکستانیان يې له هغه هېواده ایستلي او پاتې نور یې د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي چې د ترکیې د کډوالو عمومي ریاست د دغو هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي. د ترکیې د کډوالو اداره ټینګار کوي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې به همدومره شمېر ناقانونه افغان کډوال له خپل هیواده وباسي.







