د امریکا د استازو جرګې د مشر په توګه د کیون مک کارتي تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې د نورو مسایلو تر څنګ به له افغانستانه د امریکا د راوتلو په اړه له مسوولو کسانو سره حساب وکړي. مکارتي تل د استازو خونې د مشرتابه لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید و، خو د هغه د بریا مخه د نوموړي د خپل ګوند ښي اړخو نیوله او له همدې امله ۱۵ ځله رای ګیری وشوه. نوموړي ویلي، چې له افغانستانه د راوتلو له قضیې رانیولې د اېف بي ای تر وسله وال کولو پورې به له ټولو مسوولو خواوو سره حساب کتاب وکړي. جمهوري غوښتونکي په پام کې لري چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د ولسمشر بایډن پر یو شمیر کړنو څیړنې وکړي.







