امریکا د ایران پر دوو هوايي شرکتونو له روسیې سره د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو د مرستې په خاطر نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د قدس ډلې هوايي صنعت او د ایران د فضايي صنایعو سازمان تر بندیزونو لاندې راغلي دي. دغه راز ویل شوي چې د دواړو ادارو اجرایوي غړي او د بورډ غړي د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې د لاس لرلو له امله له بندیزونو سره مخامخ دي. د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن ویلي، هېواد به یې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین د ناموجه یرغل د مخنیوي لپاره له هرې لارې کار واخلي. امريکا او د اوکراين لوېديځو متحدينو په وار وار ادعا کړې چې ايران روسيې ته د شهيد په نوم بې پيلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراين پر وړاندې په جګړه کې ترې کار واخلي.







