د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې که په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې حل نه شي، نو دوی به اړ شي چې بدیله لار غوره کړي. بلخوا د مالیې وزارت وايي، پاکستان د ټرانزیټي اصولو خلاف د افغانستان پر ټرانزیټي مالونو ځیني محدودیتونه لګولي خو په کار ده چې د محدودیتونو وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې وکړي. په دې وروستیو کې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګریزو مالونو بار سلګونه کانټینرونه ولاړ دي او د دغه هېواد له خوا افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. د سرچینې په وینا، پاکستان دې د محدودیتونو وضع کولو پر ځای د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې وکړي ترڅو د نړۍوالو اصولو او ښه ګاونډیتوب په فضا کې دواړه هېوادونه مثبتې سوداګریزې اړیکې ولري.








