د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد یې د افغانستان د ستر مرسته کوونکي په توګه هڅه کوي چې په دغې هېواد کې د وضعیت خرابېدو مخه ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي د اسلامي امارت هغه پرېکړه چې، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې ښځې له کاره منع شوي، د هغو مېلیونونه افغانانو ژوند چې پر بشري مرستو تکیه دي، له ګواښ سره مخ کړی. تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال ویلي چې، په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسساتو کې د ښځو د کارونو د منع کېدو په تړاو به د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.







