د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د هغو نهو ښوونځیو د بیارغولو کار روان دی، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو. دوی زیاتوي، چې دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف په مالي مرسته رغول کېږي. په ورته وخت کې يو شمېر زده کوونکي د خپلو ښوونځيو د بيارغونې هرکلى کوي او غواړي چې د زده کړې ښه چاپېريال ورته برابر شي. د لوګر د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ، په دې ولایت کې ۲۷۵ ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې ۱۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.







