د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي له پاکستاني پلاوي سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې اړوند مفصل بحثونه وکړل. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لخوا په یو لړ ټویټونو کې ویل شوي چې ددې ادارې سرپرست پاکستان ته د سفر پر مهال ددغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له مرستیال ظفر زمان رانجا سره وکتل. سرچینې زیاته کړې په دې ناسته کې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول. شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره پوره چمتوالی لري. د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، پاکستاني لوري څرګنده کړه چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتووالي ترڅنګ، تعهد لري چې له ازبکستان هېواد سره په ګډه د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکړي. د سرچینې په وینا، همداراز ، دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند دوه اړخیزه همکاریو باندې هم بحث وشو او دواړو لورو د لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.







