د ا.ا سرپرست حکومت وايي، له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړيکي غواړي خو زیاتوي چې پاکستان دې هم بې بنسټه او پاروونکې څرګندونې نه کوي. د ا.ا ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستان حکومت پرون د خپل هېواد په امنیت شورا کې ویلي وو هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه ورکړي. دغه څرکندونو ته د ا.ا ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي پاکستان هم مسوولیت لري چې د وضعیت د کابوکېدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پاروونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي. افغان حکومت د پاکستان وروستۍ څرګندونې ناسمې او د تاسف وړ بللي دي. د ا.ا ویاند دغه راز ویلي د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.







