د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، چې پاکستان د افغانستان پر ترانزيټي توکو نوي محدودیتونه لګولي دي او سوداګر له کراچۍ بندر نه خپل توکي په اسانۍ سره نه شي لېږدولی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي، دغه کار په نړۍوالو اصولو کې مطابقت نه لري او هېڅوک حق نه لري چې له دوی څخه انوایس واخلي. بل خوا، د سود اګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې پاکستان په کال کې دوه میلیون ټنه تازه میوه او خوراکي توکي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي او نوی محدودیتونه به د دواړو هېوادونو ترانزیټ او راکړې ورکړې ته زیان ورسوي. هاخوا د صنعت او سود اګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې د ا.ا استازي د دې ستونزې د حل لپاره اسلام اباد ته تللي دي.







