د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي، هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او اسانتیاوې برابرې کړي. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې په تېرو درېیو ورځو کې د دویم ځل لپاره د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د پوځ مشران، د استخباراتي ادارې مشر، د فدرالي تحقیقاتي ادارې مشر، د کابینې مهمو غړو او ځینو نورو امنیتي مسوولینو برخه اخیستې وه. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د پاکستاني ط البانو یا ټي ټي پي پر وروستیو فعالیتونو، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر نا امنیو بحث وشو. د حکومت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دوی به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې ترهګرو ته پناه او اسانتیاوې برابرې کړي. که څه هم دوی د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله نیوکې کړې چې تحریک ط البان په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې افغانستان بې څښتنه هېواد نه دی او تر هر چا د خپل هېواد په دفاع ښه پوهیږي.







