د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګه وايي چې په غير دولتي مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بنديزونو له کبله د ۱۵۱ مؤسسو ۸۶ سلنه فعاليتونه يا کم شوي او يا بيخي په ټپه دريدلي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون شپه ناوخته په غير دولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیزو له کبله د يادو مؤسسو د فعاليتونو په تړاو د خپلو ارزونو راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې د لږو مؤسسو فعاليتونه د پخوا په څېر روان پاتې دي او د لویې برخې هغو فعاليتونه بيا په شديد ډول ټکني شوي دي. د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګه وايي چې د ۱۵۱ هغو مؤسسو ۸۶ سلنه فعاليتونه يا کم شوي او يا په ټپه ولاړ دي چې په افغانستان کې یې د بشري مرستو د رسونې په برخه کې فعاليت کاوه. د دې ادارې ارزونو ښودلې ده چې په افغانستان کې د مېرمنو تر رهبرۍ لاندې د فعالو مؤسسو له ډلې يوې هغه خپل ۷۰ سلنه فعاليتونه بند کړی دي.







