دوشنبه, اگست 17, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چين ميډيا ګروپ د مشر شن های شيونګ د نوي کال د مبارکۍ پيغام

STR NEWS by STR NEWS
جنوري 1, 2023
5 0
0
د چين ميډيا ګروپ د مشر شن های شيونګ د نوي کال د مبارکۍ پيغام
7
SHARES
27
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې بهرنيانو ته د نوي کال مبارکي وويله.

د نوموړي د نوي کال د مبارکۍ پيغام د سي جي ټي اېن (CGTN) ، چين نړیوالې راډيو او انترنيټ له لارې خپور شوی او تاسو یې دلته پوره متن لوستلی او اورېدلی شئ.

 درنو او محترمو ملګرو!

۲۰۲۳م کال د ژمي د لمریزو وړانګو په بدرګه پېل شو او زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.

د چين کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په تېر ۲۰۲۲م کال کې په برياليتوب تر سره شو، چې په ترڅ کې يې په چيني ډوله عصري کېدو سره د چيني ملت د سترې بيا احيا وظيفې او لارې روښانه شوې دي.

چين ميډيا ګروپ د نوې زمانې د يو ګډون کوونکي، عيني شاهد او ثبت کوونکي په توګه ټولې نړۍ ته د دغه ملي کانګرېس راپورونه ورکړل، يو لړ غوره پروګرامونه يې پرې جوړ کړل او د نوې زمانې له تېرو لسو کالونو راهيسې د چين په زړه پورې کېسې یې تصويري کړې، چې د وطنوالو او بهرنيانو زياتې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

مونږ په تېر کال کې د فکر، هنر او ټکنالوژۍ په نوښت د غوره پروګرامونو د جوړولو زیاتې هڅې کړې دي. چين ميډيا ګروپ د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په راپورتاژونو کې پرمختللې ټکنالوژي وکاروله او نړۍ ته یې د اولمپيک روحيه او چيني کلتور يو ځای خپاره کړل.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ د چين ميډيا ګروپ لوړه قدرداني او ستاینه وکړه او د پرمختللې ټکنالوژۍ په رڼا کې د راپورونو جوړول یې بې ساری برياليتوب وباله.

 چين ميډيا ګروپ په ۲۰۲۲م کال کې د” چين په کلاسيکو اثارو کې” او”د چين شعرونه او انځورونه” په شمول يو لړ کلتوري پروګرامونه خپاره کړل، د پسرلني اختر، سپوږمۍ اختر او نوي کال ماښامنۍ هنري نندارو یې په بهرنۍ نړۍ کې د چيني کلتور نوې څپه را پورته کړې  او  “د چين  تصويري فيسټوال”، “د چين او لاتيني امريکا احساسات” او “د چين او افريقا احساسات” په شمول د لړيزو ډرامو فعاليتونو یې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو او مختلفو تمدنونو ترمنځ د تګ راتګ پل جوړ کړی دی.

چين میډيا ګروپ په تېر کال کې د ټولې نړۍ د رسنيو لومړی نوښتي فورم، د چين او ارجنټاين د انساني او کلتوري تګ راتګ لوړ پوړی فورم، د چين او عربي رسنيو د همکارۍ فورم په شمول يو لړ رسنيز فورمونه او فعاليتونه ترسره کړل، چې پر مټ یې له مختلفو رسنيو سره د چين ميډيا ګروپ د همکارۍ ميکانيزمونه پياوړي شوي او په ټوله کې یې له رسنيو سره دوستي او ملګرتيا ژوره شوې ده.

چين ميډيا ګروپ د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس تر پای ته رسېدو وروسته، د نوې زمانې چين او نړۍ تر عنوان لاندې د ۵۸ لړيزو رسنيزو فعاليتونو کوربتوب کړی او د نړۍ څه باندې ۲۰۰۰ خبري رسنيو د دغو فعاليتونو په اړه راپورتاژونه خپاره کړي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې ویلي، چې چين د تاريخ پر سمې خوا او د انساني تمدن پر پرمختيايي خوا ټينګ ولاړ دی او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره یې خپله ځيرکي او لايحې وړاندې کړې دي.

د معلوماتو د خپرولو وړتيا د نړيوالو رسنيو ډېر مهم توان بلل کېږي، خو  رښتينوالي او صداقت بیا د ټولو رسنيو ژوند دی. مونږ په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې د خبرونو راټولولو شبکه بشپړه کړې، پر تودو مسئلو مو د راپورونو وړتياوې لوړې کړي، په رسنیز ډګر کې مو د ژبو شمېر له ۴۴ نه ۶۸ ته پورته کړی او د نړۍ ۲۳۳ هېوادونه او سيمې مو تر خبري پوښښ لاندې راوستلې دي.

چين ميډيا ګروپ نړيوالې ټولنې ته د روسيې او اوکراين بحران او د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې په شمول ګڼو موضوعاتو کې د تبعيض په لېرې کولو او پر رښتينوالۍ ټينګار لرلو د چين عيني او عادلانه دريځونه او لايحې خپرې کړې دي.

مونږ به په نوي کال کې نور کوښښونه هم وکړو او نړیوالې ټولنې ته به په نوې زمانې کې د چين نوي حالات وښيو.

 ۲۰۲۳ کال د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له ۱۰مې کليزې سره برابر دی. مونږ به له نړيوالو رسنيو سره د مختلفو تمدنونو د نظر تبادلې د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړو او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د خپرولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به خپلې دندې تر سره کړو.

په پسرلي کې به طبيعي منظرې خورا په زړه پورې وي، واښه او ګلان به خوشبويي خپروي. زه د پسرلي په رارسېدو يو ځل بيا تاسو ته د نوي کال مبارکي وايم. روغ او جوړ اوسئ! ډېره مننه!

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ
وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ

اگست 17, 2026
بلخ کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه شوې د اوړو فابریکه فعاله شوه
اقتصاد او سوداګري

بلخ کې د دوه میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه شوې د اوړو فابریکه فعاله شوه

اگست 17, 2026
مجاهد: د افغانستان او پاکستان د ستونزې د حل لپاره د چین هڅې ستایو
وروستی خبرونه

مجاهد: د افغانستان او پاکستان د ستونزې د حل لپاره د چین هڅې ستایو

اگست 17, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved