د مزار- شبرغان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. ددغه ولایت د ترافیکو د مدیریت د حادثاتو امر عبدالبشیر فیضي وايي، چې دا پېښه پرون مازیګر د شبرغان ښار اړونده د جیغچي په سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د مسافرو یو ۴۰۴ موټر له سراچه موټر سره ټکر کړی چې له امله یې پنځه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. د فیضي په وینا، په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول د سراچې سپرلۍ وې. ده وویل چې ټپیان ددې ولایت سیمییز روغتون ته وړل شوي دي.







