د کډوالو چارو وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو استازو ډاډ ورکړی، چې په خپلو دفترونو کې له ښځینه کارکوونکو سره محرم، حجاب او د کار ځایونو جلاوالی لازمي کړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال فران، د اوچا ادارې مرستیال محمد زید خاطر، د کډوالو چارو ادارې مرستیالې یومیکو سره کتلي دي. په دغه ناسته کې د بشري مرستو پر څرنګوالي، رامنځته شوو ستونزو او د هغې په حل لارو خبرې شوې دي. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال فران ویلي، چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او عنعناتو ته درناوی لري او دې ته ژمن دي چې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. نوموړي ویلي چې په دغو وروستیو کې په ښځینه کارکوونکو کار بندیز دوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي او غواړي، چې دغو ستونزو ته د قانون سره سم یوه حل لاره وموندل شي، ترڅو مرستې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې ا.ا به د شریعت په چوکاټ کې ژر داسې تګلاره جوړه کړي، چې دغه ټولې ستونزې هوارې شي.







