د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټين ګرېفېتس په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کار کوونکو د بندېز په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته راځي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال رامز الاكبروف ويلي، ټاکل شوې چې دا سفر راتلونکو اونیو کې ترسره او ګریفیتس به په کابل کې د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. هغه زياته کړې چې لا دمخه يې د سرپرست حکومت له ځينو مسوولینو سره پر دې موضوع خبرې اترې پیل کړې دي. اکبروف وايي ملګري ملتونه په افغانستان کې بشري مرستو ته ژمن دي خو پر خبرو اترو هم ټینګار کوي. د هغه په وینا د افغانستان اوسنی حالت له ۳۰ کلونو راهیسې تر ټولو خراب حالت دی. د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د دې اونۍ په سر کې ددغه وزارت د سرپرست مولوی دین محمد حنیف په لاس ليک په یو مکتوب کې ویلي وو چې د اسلامي حجات د نه مراعات کولو له امله يې په داخلي او بهرنيو غير حكومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.







