د پاکستان پوځ وایي درې سرتیري د خیبر پښتونخوا په کُرمې ولسوالۍ کې د وسله سره په جګړې کې وژل شوي دي. پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په جګړې کې دوه جنګیالي هم وژل شوي دي. د سیمې اوسیدونکو او ځایي خبریالانو ویلي چې دا پېښه نن سهار وختي هغه وخت وشوه چې یو شمیر وسله والو د دې هیواد د پوځ په پوستې برید وکړ او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې خو پخوا دا ډول بریدونه د پاکستاني ط البانو غورځنګ کول.







