په فلیپین کې پرون څلور نور کسان هم د دغه هېواد په جنوب کې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې مړه شول، چې ورسره د وروستیو طبیعي افتونو له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد. چارواکي وايي ژغورونکي تر ۲۰ زیاتو نورو هغو کسانو پسې پلټنه کوي. د دې اونۍ په پیل کې د سېلابونو او ځمکې ښويېدو تر پېښې وروسته ورک دي. د فلیپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، څلور کسان په مینداناو ټاپو کې موندل شوي، چې دوه پهکې تنکي ځوانان دي. په فلپین کې چې ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، د دې اوونۍ په پیل کې داسې مهال چې خلک د کرسمس د جشنونو په لمانځلو بوخت وو، هوا ډېره خراب شوه.







