د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله ا.ا وايي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو ته تر بل هر وخت ډېر درناوی کېږي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادوالو د حقونو رعایتولو ته ژمن دی. له دې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما د ا.ا له مسوولینو غواړي چې، د سفر د ازادۍ، کار او زده کړو په ګډون د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. اروپايي ټولنې هم د افغانستان په اړه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره ویلي چې، د نړۍوالې ټولنې او ط البانو تر منځ د تعامل بنسټیز شرط د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل دي.








