د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا له ایراني چارواکو وغوښتل چې د لاریون کوونکو پر وړاندې د زور زياتي څخه لاس واخلي. دې شورا پرون په یوه بېړنۍ غونډه کې پر ایراني لاریون کوونکو د زور زیاتي او ځپونکو اقداماتو په اړه بحث وکړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر ولکر ترک په ایران کې د بشري حقونو د یوه بشپړ کړکېچ خبرداری ورکړ او ویې ویل چې باید روان وضعیت ختم شي. په دې لاریونونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۱۶ کسان وژل شوي.








