له هغه وروسته چې د پاکستان د سرحدونو وزیر طلحه محمود، په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ثبتولو د بهیر د پیل خبره وکړه، په کراچۍ کې افغان کنسل د پاکستان له دې پرېکړې هرکلی کړی دی. د پاکستان د سرحدي چارو وزير وايي، په پاکستان کې د ثبت شويو افغان کډوالو شمېر يو مېليون او څلور سوه زرو تنو ته رسېږي. بل لوري ته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل د افغان کډوالو د ثبت له پروګرامه هرکلی کوي. نوموړي ویلي، که همداسې وشي او هغو افغانانو ته کارتونه ورکړل شي، چې اسناد نه لري، د افغان مهاجرینو لپاره به ډېره اسانه وي او دوی به له ځورولو خلاص شي. په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال له پاکستانه غواړي چې د کډوالو د نيولو پر ځای دې د دوی د ثبت او قانوني کېدو لړۍ لا چټکه کړي. تر دې مخکې د راپورونو پر بنسټ د پاکستان پولیسو د کراچۍ او سند په ښارونو کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي، چې دغه کار د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون هم له ځان سره درلود.








