د روسیې له تازه توغندیزو او هوايي بریدونو وروسته په اوکرایین او ګاونډي هېواد مالدوا کې برېښنا په پراخه کچه پرچاو شوې. په اوکراین کې د دې بریدونو له کبله لږ تر لږه شپږ ملکي کسان وژل شوي او چارواکي اړ شوي چې د برېښنا نشتوالي له کبله درې اتومي ریکټرونه وتړي. که څه هم مالدوا په دې بریدونو کې مخامخ نه ده په نښه شوې، خو د دې هېواد نږدې نیمايي برخه له برېښنا محرومه شوې. په داسې حال کې چې ژمی رارسېدلی، مسکو پر اوکرایین توغندیز بریدونه ډېر کړي او د دې هېواد نژدې نیمايي برېښناکوټونه د ویجاړېدو له کبله ترمیم ته اړتیا لري. د اوکرایني ځواکونو قومندان وايي، مسکو ۶۷ کروز توغندي ویشتلي چې په وینا یې د دوی دافع هوا ۵۱ هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړي. خو د دې بریدونو له کبله په هېواد کې د انرژۍ تاسیساتو ته درانه زیانونه اوښتي دي.







