ترکیې کې چارواکي وايي، په عراق او سوریې کې له څلور ورځنیو هوايي بریدونو وروسته په سوریه کې د کرد وسله والو پر ضد ځمکني عملیات پلانوي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ”دغه بریدونه – چې د ترکیې دفاع وزیر د ادعا له مخې ۲۵۴ ترهګر پکې ”له منځه وړل شوي ( یوازې پیل دی. ” ترکیې د کردانو ډلې د استانبول خونړي بمي برید مسوولې بللې دي. کرد وسله وال بیا په دې چاودنه کې ښکېلتیا ردوي او په وینا یې د ترکیې هوايي بریدونو له کبله د سوریې شمال ختیځ کې ۳۰ ملکي کسان او ۱۱ جنګیالي وژل شوي دي. بل لور د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې هوايي بریدونه هغو امریکايانو ته مخامخ ګواښ دی، چې په سوریه کې د داعش د ماتولو لپاره فعالیت کوي.








