د تاریخي کتابونو د معلوماتو پر بنسټ د میسو صنعت په افغانستان کې اوږده تاریخي مخینه لري. خو بازار ته د پلاستیکي او المونیمي لوښو او د میسي هغو د بیې د لوړالي له کبله د میسو صنعت او د میسي لوښو کارول کمرنګه شوي دي، ان دا چې د لوښو په ډول دغه صنعت د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.