په اندونیزیا کې د ریښتر په اندازه ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۲ تنه مړه کړي او په سلګونو نور یې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي زلزلې د دغه هېواد لویدیځ جاوا ایالت ځپلی او یو شمېر خلک ورک هم دي او ممکن د مرګ ژوبلې شمېر زیات وي. د لویدیځ جاوا والي رضوان کامل ویلي دي چې د زلزلې مرکز د سیانجور ښار و. کامل په دې زلزله کې د ۱۶۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې زلزله کې له ۳۶۲ ډېر کسان زیاتره د ودانیو د نړېدو له امله ټپیان شوي دي. د اندونیزیا د بحران ادارې ویاند عبدالمهاري ویلي دي چې په سیانجور کې په زلزلې کې ۲۰۰۰ کورونه خراب شوي او نږدې ۱۳۰۰۰ کسان بېځایه شوي دي. دغه راز برېښنا پرې شوې ده او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی. په سیمه کې چارواکي وايي د ځمکې ښویدو له کبله یو شمېر خلک اېستل کېدای نشي او ایسار پاتې دي.








