یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې پر افغانستان د ا.ا له بیا واکمنېدو ۱۵ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دوی حقوق نه دي ورکړل شوي. دوی وايي، اقتصادي وضعیت یې تر دې بریده ښه نه دی چې نه شي کولی د راروان ژمي لپاره سون توکي واخلي. د متقاعدینو ټولنه هم د دوی ستونزې تايیدوي. د دغې ټولنې رییس افندي سنګر وايي، تر اوسه د دوی هڅو په دې برخه کې کومه پایله نه ده ورکړې او متقاعدین په بد اقتصادي وضعیت کې دي. متقاعدین وايي، دوی له بېلابېلو قانوني لارو هڅه کړې، خو نتیجه یې نه ده ورکړې. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د مالیې وزارت ویاند ویلي و چې د متقاعدینو د حقونو د ورکړې طرحه جوړه شوې او توشېح لپاره د ا.ا مشر ته استول شوې ده.








