د سپین بولدک – چمن ترمنځ لار یوه اونۍ کېږي چې تړل شوې خو چارواکي وایي، سر له ننه به دغه لار د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ په عادي ډول خلاصه شي. دغه لار تېره یکشنبه د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه پر پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله بنده شوې وه. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي، د افغان او پاکستاني چارواکو له پرلهپسې خبرو وروسته پرېکړه شوې چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار به نن په عادي ډول خلاصه شي. هغه زیاته کړه، د دغې لارې د خلاصولو لپاره هېڅ کوم قید او شرط نه دی ایښودل شوی او د پخوا په څېر به په عادي ډول د مسافرو او سوداګریزو مالونو پرمخ پرانیستې وي. ورته مهال د حکومت د رسنیو مرکز رييس انعام الله سمنګاني پاکستان ته د هغه کس سپارل رد کړي چې پاکستانی سرتېری یې په ډزو وژلی و. ځینو رسنیو ادعا کړې وه چې د سپین بولدک – چمن ترمنځ د دوستۍ په دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو حمله کوونکی پاکستان ته سپارل شوی دی.








