په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله د افغانستان سرپرست حکومت غواړي دغه څوکۍ ا.ا ته وسپارل شي. په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر رییس په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي. سهیل شاهین د سرپرست حکومت له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو. شاهین وايي د ا.ا او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ لهخوا دغه بېانصافي پای ته ورسېږي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.







