د بریټانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې د هغه هېواد له ولسمشر ولادمير زلېنسکي سره کتلي او اوکراین سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه بیا تازه کړې. دا اوکراین ته د ریشي سوناک لومړی سفر دی. د اوکراین ولسمشر سره د کتنې پر مهال سوناک د ۵۰ میلیونو پونډو په ارزښت دفاعي مرستو اعلان تر څنګ له اوکراین سره د څنګ په څنګ درېدو ژمنه وکړه. له سوناک سره تر لیدنې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وویل چې د جګړې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې اوکراین او بریټانیا تر ټولو قوي ملګري پاتې شوي. د مرستې د اعلان موخه د روسیې هوایې بریدونو مقابله ښودل شوې، د ۵۰ میلیونو پونډو په دې اعلان شوې مرسته کې د الوتکو ویشتلو وسلې او د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو سره د مقابلې ټکنالوژي، لسګونه رادار سیستمونه او د ډرون ضد وسلې شاملې دي.








