د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي افغانان د خوراکي توکو مرستې ته سخته اړتیا لري. توماس ویست نن سهار په خپل ټوېټر دا خبره کړې او هم یې افغانانو ته د خوراکي توکو په رسولو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام کار حیاتي بللی. هغه ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي لویه تمویلونکې ده او سږ کال یې څه باندې ۴۶۰ میلیونه ډالره همکاري ورسره کړې. توماس ویسټ له افغانانو سره د امریکا د کلک هوډ ډاډ څرګند کړی.








