د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ایران، هندوستان او روسیې استازو د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې ده. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دا غونډه د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې شوې ده، چې پکې د درې واړو هېوادونو استازو ګډون کړی و. بلخوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ټویټر کې لیکلي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همغږۍ لپاره ډېر مهم اقدام و. هغه زیاته کړې چې د افغانستان په تړاو دواړو ناستو کې پر ثبات، امنیت او د یوه داسې ټولګډونه حکومت پر اړتیا ټینګار وشو چې پکې ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شوې وي. قمي ویلي چې په دې ناستو کې دغه راز افغانستان سره پر بشري مرستو، هلته ترهګرۍ سره پر مبارزې او له سرپرست حکومت سره پر دوامدارو مذاکراتو ټینګار شوی دی.








